ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۲۱:۳۲
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خير آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خير آباد او تنګي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تنګي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د څلور ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵۶ منډو هدف وټاکه. خير آباد لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په څلورم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ او پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS