ننګرهار؛ د دوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۹
ننګرهار؛ د دوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیونونو د استازولۍ له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍکرکټ منتخبې او قرغه یو ولسوالۍ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ د درې لوبو لړۍ د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قرغه یو ولسوالۍ لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د شپږو لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، چې په مقابل کې د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې د څلورو لوبغاړو له لاسه ورکول وروسته پوره او بریا یې خپله کړه، چې په دغه لوبې ګټلو سره د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې د یادې لوبلړۍ د ۲/۱ بریاوو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS