ننګرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د دور بابا ولسوالۍ په شیخ آباد ورزشي میدان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د "امن پسرلي" په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شیخ آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شیخ آباد او باچیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شیخ آباد لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې ۱۸۹ منډې وکړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب کې باچیانو لوبډلې ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۳ منډو په توپیر وبایلله.
د سیالیو موخه د نظام ملاتړ او د ځوانانو یووالی ښودل شوی دی، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
