ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حصارک شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حصارک شاهین لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حصارک سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
