د سنوکر افغان لوبډله په نړۍ والو سیالیو کې له مخکې تږ څخه پاتې شوه
د سنوکر افغان لوبډلې د سنوکر نړۍ وال جام ګروپي سياليو کې لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو وګټله او وروستۍ دوه لوبې یې د ایران او هند پر وړاندې بایلودې او له مخکې تګ څخه پاتې شوه.
دغه لوبډله په انفرادي سیالیو کې د برونزو مډال ګټونکې شوه.
یادې سیالۍ د عمان هېواد په کوربهتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
