میدان وردګ؛ په سيد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۱۸
میدان وردګ؛ په سيد اباد ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پيل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سيد اباد ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د يادې ولسوالۍ په تنګي دره کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د والیبال اختريزې سيالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو د پیل لوبه د شهيد هدايت الله ذوالفقار او حسن خېلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې شهيد هدايت الله ذوالفقار لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپير بريا خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې په دغو سياليو کې د ميدان وردګ ولايت پر لوبډلو سربېره د کابل، لوګر او هلمند ولايتونو لوبډلو هم ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS