میدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې او لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۳۹
میدان وردګ؛ په بهسود ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې او لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکزي بهسود ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبغاړو ترمنځ د تېږې اچونې او لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو د تیږې اچونې په برخه کې حاجي محمد علي لومړی، عوض علي دویم او رضا درېیم مقام ترلاسه کړ او د لاس چپه کولو په برخه کې بیا سید جاوید لومړی، فیضی اقا دویم او سید محسن درېیم مقام ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ، چې موخه يې د ملي او دودیزو لوبو راژوندي کول او وده ورکول وو پای کې غوره لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت د استازو له لوري مډالونو او ستاینلیکونو ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS