میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١٠٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمې سیالۍ وشوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او-سپورټ سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له کابل او میدان وردګو ولایت څخه له اتو کلبونو ١٠٨ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې کابل لومړی او د میدان وردګ بیا دویم مقام ترلاسه کړ.
