میدان وردګ؛ د ITF تکواندو د غوراوي سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسیدې 

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۹:۱۳
میدان وردګ؛ د ITF تکواندو د غوراوي سیالۍ د کابل په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسیدې 

د ITF تکواندو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په کوربتوب پیل شوې وې، د پلازمینې کابل په لومړي مقام ګټلو سره پای ته ورسیدې. 
له کابل څخه وروسته میدان وردګ ولایت دویم او تخار بیا درېیم مقام خپل کړ. 
د سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بریال، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد اختري، د سپورټ ریاست سلاکار جان علم حسني، د میدان وردګ ولایت د دعوت او ارشاد رئیس حافظ مولوي محمد عالم ناصح، د یاد ولایت د ورزش آمر زبیح الله وهاج او ګڼ شمېر ورزشکارانو  ګډون کړی و. 
د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست  د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي یادې سیالۍ ډیرې شفافې، منظمې او معیاري وبللې او د آی ټي اف تکواندو له مسؤولینو یې د هغوی د ښه تنظیم او رهبرۍ په پار مننه وکړه. 
په دې سیالیو کې  له ۱۵ ولایتونو څخه ۱۳۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې په لسو وزنونو کې دوو ـ دوو  او ټولو  ۲۰ تنو ورزشکارانو د ITF تکواندو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
د سیالیو په پای کې د ورزشکارانو او مسؤولینو له لوري د میدان وردګ ولایت د ورزش آمریت په انګړ کې د زرغون او آباد افغانستان په هیله مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

ننگرهار؛ خوست آريانا لوبډلې د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډیوم کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه فوټبال سيالۍ چې ۱۰ ورځې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملت پارک کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS