ميدان وردگ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختریزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سید آباد ولسوالۍ په شنیز دره بیدکه سيمه کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختریزې سيالۍ د آزادۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پایلوبه د آزادي او عمر فاروق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د آزادۍ لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغو سیالیو یوه اوونۍ دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته یوه پایه کمپیوټر د ډالۍ په توګه ورکړل شول.
