ميدان وردگ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د جلرېز ولسوالۍ په سنګلاخ سيمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ په دوه کيلو متري واټن کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې علي احمد لومړی، جميل دويم او تقي درېيم مقام خپل کړ.
