ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۹ - ۹:۴۵
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګو ولایت بند چک‌ ولسوالۍ د ادم خېلو کلي په کوربتوب د دوو لوبډلو د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د ادم خېلو او خواجه انګور کليو غشي ويشتونکو سيالۍ ترسره کړې، چې په‌ پايله کې د ادم خېلو کلي غشي ويشتونکو خپلو سيالو غشي ويشتونکو ته د ۶۹-۶۳ نومرو په توپير ماتې ورکړه او په شپږو نومرو يې بريا خپله کړه.

د‌ يادونې وړ ده، چې دغې سيالۍ يوه ورځ دوام وکړ او موخه يې د يادو کليو د ورزشکارانو ترمنځ د تجربې شريکول او د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا جوړول ياد شوي دي.

هېره دې نه‌ چې دغه سيالۍ په دوديز شکل ترسره کېږي او تېره ورځ د خواجه انګور کلي غشي ويشتونکو د پيل لوبه ګټلې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۳۸
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په مرکز نيلي ښار کې د ولسواليو جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۳:۳۰
Background image

کندز کې د فوټبال مقدماتي ليګ پای ته ورسېده

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال مقدماتي غوره ليګ سيالۍ د سرې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۱۲
Background image

بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ پيل شو

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د قومونو د يووالي جام په نوم د فوټبال ليګ پيل. . .

BACK TO NEWS