ميدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ٣٥ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز میدان ښار کې د ٣٥ ورزش کارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دوديزې سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پایله کې هېواد لومړی، الیاس دویم او رشاد بیا درېیم مقام خپل کړ.
دغه سيالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.