مسکو؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون وکړ

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۴
مسکو؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې ګډون وکړ

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د روسیې هیواد د ورزشي مسؤلینو په رسمي بلنه د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په نړیوال فورم کې، چې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شوی و، ګډون وکړ.

په دې ناسته کې ښاغلي وثیق په خپله وینا کې د غونډې له کوربه او جوړونکو مننه وکړه، یاده ناسته یې د ځوانانو په تشویق او سالم رقابت ته رابللو کې مهمه وبلله؛ همدارنګه یې د افغانستان د ورزش د اوسني حالت یادونه هم وکړه، ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې وویل، چې د ا.ا له بیا حاکمیت وروسته ورزش د افغانستان هر ګوټ ته ورسېده او افغان ورزشکارانو له بهرنیو سیالیو نږدې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې ورزش د ملتونو او هیوادونو ترمنځ د سالمو اړیکو او د یووالي د پېغام لېږدولو بهترینه وسیله وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ورته ناستې راتلونکې لا ډېرې شي؛ ترڅو د هیوادونو ترمنځ ورزشي اړیکې پیاوړې او ځوانان ورزش ته لا تشویق شي.

د دې غونډې په څنډه کې ښاغلي وثیق د روسیې د المپیک کمېټې او ورزش وزارت له رئیس او وزیر میخایل دیګتیاریوف Mikhail Degtyarev سره هم وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو یې ورسره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۱۰
Background image

هلمند؛ د ورزش ادارې رهبري په شتون کې د المپیا بدن ښکلا او فټنس کلب پرانستل شو

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکاري د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ٥ ميليونو افغانيو په ارزښت د ملي سوداګر شاه ولي اسحاقزي په مالي لګښت د المپیا په نوم کلب جوړ او د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۶
Background image

هلمند؛ د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د هېواد له شپږ زونونو څخه د شپږو اتلو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خوست آریانا لوبډلې په اتلولي د ورزش ادارې د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۱۹ - ۲۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې اته ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صفا. . .

BACK TO NEWS