هلمند؛ د ورزش ادارې رهبري په شتون کې د المپیا بدن ښکلا او فټنس کلب پرانستل شو

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۱۰
هلمند؛ د ورزش ادارې رهبري په شتون کې د المپیا بدن ښکلا او فټنس کلب پرانستل شو

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکاري د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ٥ ميليونو افغانيو په ارزښت د ملي سوداګر شاه ولي اسحاقزي په مالي لګښت د المپیا په نوم کلب جوړ او د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې پرانستل شو.

د پرانستي په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر ، سوداګرو، مخکښو لوبغاړو او نورو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یاد جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې مولوي احمد الله وثیق وویل: د هلمند ولس بختور دی چې مشران او سوداګر يې د نورو برخو تر څنګ ورزش ته په لويه کچه توجه کړې او دا دی نن يې موږ د یو لوي کلب، چې په یو وخت کې د ٤٠٠ ورزشکارانو د ورزش کولو ظرفیت‌ لري پرانسته کوو.

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې دا ډول کلبونه د ورزشکارانو په روزنه کې مهم رول لري او د ورزش اداره او د ا.ا.ا دولت مو تل تر شا په کلکه ولاړ او ملاتړ مو کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS