لوگر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د عيسی خېلو او جابير قلعه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عيسی خېلو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو ۱۲ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې جابير قلعه لوبډلې يوازې ۱۰۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۵ منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه یاده شوې، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.
