لوگر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۳
لوگر؛ برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سيمه کې د مرکز او ولسواليو د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې پيل شوې وې د لوگر اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې لوگر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې فهيم محمد اغې لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه په يادې ولسوالۍ کې واليبال ورزش وده ورکول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې والی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۲
Background image

بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بولان ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۸
Background image

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS