لوګر: د فوټبال الف ليګ قرعه کشي ترسره شوه
د لوګر ولایت فوټبال الف قرعه کشي مراسم تېره ورځ د دې ولايت فوټبال فدراسيون رئيس، ورزشي امر، فني او مسلکي مرستيال او د دې سياليو استازو په شتون کې ترسره شول.
په دې سياليو کې به ١٠ لوبډلې(اتفاق محمدآغه، لوګر شاهين، پيروزي مرکز، سنګ شکن، دانش خليفه، غازي امين الله خان لوګري، شاويس قرن، فاتح کاروان شاه مزار، آرمان خوشي، اتحاد برکي راجان ځوانان) برخه لري.
دغه سيالۍ به ٩اونۍ د ليګ په بڼه دوام وکړي چې ډېر ژر به د لوګر په ورزشي سټډيوم کې پيل شي چې په لومړۍ لوبه کې به اتفاق محمد آغه او د اتحاد برکي راجان ځوانان لوبډلې سره مخ شي.
