لوګر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ وشوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولي له لوري د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د جواد عيسى خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غو سیالیو چې دوه مياشتې يې دوام وکړ، پایلوبې ته يې جواد عيسى خېل او انورالله عيسى خېل لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه جوادعيسى خېل لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته (١٩٠) منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې انورالله عيسى خېل لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ١٢٧ منډې وکړې د ٦٣ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو په پای کې د ټورنمنټ د مسول احمد الله هجران له لوري لومړي مقام ته يو عراده موټرسايکل دويم مقام ته يو عراده بايسکل او درېيم مقام ته يو دانه ګپ ورکړل شول، ترڅنګ يې د لوګر ولایت د بدنى روزنې او ورزش آمریت له لوري غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي او ستاينليکونه ورکړل شول.