لوګر؛ پل علم کې د شپږو ولایتونو د ۱۷۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسینګ ولایتي سیالۍ ترسره شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د لوګر په کوربتوب د کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو د ۱۷۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسینګ ولایتي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې کابل لومړی، لوګر دویم او پکتيا درېیم مقام تر لاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه په لوګر ولايت کې د بوکسنيګ سياليو ته وده ورکول و.
