لغمان کې د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه يي ملي لوبډلې غوراوي سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۵:۰
لغمان کې د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه يي ملي لوبډلې غوراوي سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د هېواد زور خانه يي ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د اوو ولايتونو د ۱۰۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د زور خانه يي ملي سيالۍ د غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، پنجشېر، ميدان وردگ، هرات، باميان، ننگرهار او لغمان ولايتونو څخه په لسو بېلابېلو وزني کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې لغمان د ۱۲ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی، کابل د ۹ مډالونو سره دويم او ننگرهار د ۸ مډالونو په تر لاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ او همدارنگه ۴۰ تنه غوره ورزشکاران بیا د هېواد زورخانه يي ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د هېواد زور خانه يي ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۶:۸
Background image

کندز؛ په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قلعه زال ولسوالۍ په صالح اباد سیمې ورزشي لوبغالي کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۶:۲۶
Background image

هرات کې د فوټبال اتلانو لیګ پر دوام نن دوې سیالۍ ترسره شوې

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ چې اووه اوونۍ مخکې د هرات ولایت په ورزشي سټدیوم کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ پیل شوی دی، نن چهارشنبه پکې دوې سیالې ترسره شوې.

د دغو سیالیو د نن ورځې په لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۶:۲۰
Background image

سمینار اصلاحی برای ورزشکاران در بادغیس برگزار شد

آمریت تربیت بدنی و ورزش بادغیس در همکاری با فدراسیون های ورزشی سمینار آموزشی اصلاحی را برای بیشتر از ۶۰ ورزشکار در سالن جلسات آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بادغیس برگزار نمود.

هدف از. . .

BACK TO NEWS