لغمان؛ قرغيو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په عبدالرحيمزيو کلي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د دوې ورکولو او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې والي په موخه د رمضان جام په نوم د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د فرمانخېلو او غونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، غونډۍ لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه کړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۵۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې فرمانخېلو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې ترلاسه کړ او د درېيو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي.