لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د مهترلام معیاري انسټیټوټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۸ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شاهد لوبډلې له خپل ۱۲۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۸ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سلیمان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
