لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پښتون زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د پښتون زلمیانو او سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سادات لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. پښتون زلمیانو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې پهړ١١م اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٣٥ ورځې یې دوام وکړ.