د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد رئيس د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره ناسته وکړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۲:۳۷
د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد رئيس د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره ناسته وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دعوت و ارشاد رئيس، مفتي داد محمد بريال عطايي د بلخ ولايت په ورزشي تالار کې د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره د اصلاحاتو په موخه ناسته وکړه.

په دغې ناسته کې، د دعوت ارشاد رئيس د ناستې ګډونوالو ته د اصلاحاتي وينا وړاندې کولو ترڅنګ مهم ټکي روښانه کړل او د عملي کولو غوښتنه يې وکړه.

همدارنګه په دې ناسته کې د سنوکر د لوبې د پرمختګ، کلبونو د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځوانانو د هڅونې پر اړه مهمې خبرې وشوې او د ګډونوالو له خوا د خپلو وړاندیزونو او نظرونو څرګندونو ترڅنګ د اصلاحاتو د تطبیق لپاره د ګډې همکارۍ ژمنه وشوه.

د يادونې وړ ده ،چې په دې ناسته کې د سنوکر فدراسيون عمومي رئيس محترم وحيد الله اصغري، د بلخ ولايت د سنوکر رئيس محترم نصرت الله معظم، او د بلخ د سنوکر کلبونو ګڼ شمېر مالکانو او استازو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۲:۴۰
Background image

لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په حاجي قلعه کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاټړ په موخه د واليبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۲:۳۹
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ فوټبال حوزه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د معلم عبدالکریم پښتون په نوم د فوټبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۲:۳۷
Background image

د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد رئيس د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره ناسته وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دعوت و ارشاد رئيس، مفتي داد محمد بريال عطايي د بلخ ولايت په ورزشي تالار کې د بلخ ولايت د سنوکر کلبونو له استازو سره د اصلاحاتو په موخه ناسته. . .

BACK TO NEWS