فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې ارجنټاین ته ماته ومنله
د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ارجنټاین ته د ١ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاناما څخه د ٥ - صفر ګولونو په توپیر وګټله.
افغانستان به خپله درېیمه سیالي راتلونکې شنبه( د نومبر ٧مه) له کوربه سېنېګالسره وکړي.
دغه سیالۍ د سینګال هېواد په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.
