غور کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ازاد لوبډلې خپلې سیالې شاهین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.