غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تجربه لرونکو فوټسال لیګ پيل شو
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فداسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تجربه لرونکو فوټسال لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې هریرود لوبډلې ته د ۸/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ.
