غور؛ دولتيار ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې الهام لومړی، عبدالقدير دويم او وثيق بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.