غور؛ تولک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د تولک ولسوالۍ په څلورمه ناحیه کې د اتفاق جام په نوم د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې دوې مياشتې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه ازادۍ لوبډلې خپلې سيالې شاهین لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د تولک ولسوالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي روحيه پياوړي کول دي.
