غور؛ بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې نرکوه لوبډلې خپلې سیالې اتلان مرغاب لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
