غزني کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۲۰:۲۲
غزني کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې خواجه زاده کلب ورزشکارانو د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، خراسان کلب د ۱۲ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او خواجه علي کلب د ۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د غوره استعدادونو موندل او د ورزشکارانو هڅول و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

BACK TO NEWS