غزني کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ميراګل اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۳۵
غزني کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ميراګل اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د لوی اختر د نمانځلو په موخه د غزني ولايت له ولسواليو او له پکتيا ولايت څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې د ميراګل اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ميراګل اتلانو لوبډلې خپلې سیالې فروشګاه لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوی اختر نمانځل او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS