غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهین افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۵۵
غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د شاهین افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پيل شوې وې د شاهین افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین افغان لوبډلې خپلې سیالې ګیلان زواک لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۳
Background image

بلخ کې د ۱۲ ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې له ۱۲ ولايتونو ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS