غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت په مرکز حکیم سنايي شهرک میدان کې، د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او فوټبال فدراسیون د ولایتي استازولۍ په همغږۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټباب حذفي جام سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو د پیل په لومړۍ لوبه کې پیزاده لوبډلې خپلې سیالې پامیر لوبډلې ته ۱-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.
