غزني کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ بای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۱۶
غزني کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ بای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د کرنې او وترنري انسټیټوت له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې شامیر صاحب لېسې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سنايي لېسې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د غوره لوبغاړو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS