غزني مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۷:۱۹
غزني مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د YHDO موسېسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په اولیا ورزشي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هفت ستاره لوبډلې خپلې سیالې قهرمان لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی، چې درې ورځې به دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۱
Background image

ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ موټرسایکل جام سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۰
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سټار غوچ لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۸
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په هزارسپ سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ د پوپل. . .

BACK TO NEWS