غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د لوی اختر جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بهاوالدین کلي لوبډلې خپلې سیالې ډاکتر باقي لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې ډاکتر باقي لوبډلې ياد هدف پوره کړ او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د لوی اختر نمانځل او د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته وده ورکول دي.
