غزني؛ ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګيرو ولسوالۍ د احد کلي په کرېکټ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بدي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۸۳ منډې جوړې کړې په مقابل کې احد زواک لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې او لوبه د بدي لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته کول، ټېپ بال کرېکټ ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی دی.
