سرپل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۲۴
سرپل کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د جودو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۲۷ کيلو ګرام څخه تر مثبت ۱۰۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزنونو کې د جودو څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د تک فايټ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې هر وزن کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو ټاکل او د جودو ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي. . .

BACK TO NEWS