غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې مرتضی نوري د سنوکر سياليو اتلولي خپله کړه
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په جاغوري ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د لوی اختر د سنوکر درېيمه ورزشي جشنواره د مرتضی نوري په اتلولۍ پای ته ورسېده، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې مرتضی نوري خپل سيال مرتضی حاجي زاده ته د ۵/۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه، چې مرتضی نوري لومړی، مرتضی حاجي زاده دويم او علي رضا بهروزي درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د لوی اختر نمانځل و، د سياليو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته کپ، مډالونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
