غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د تکواندو د WT سیالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۲:۳۲
غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د تکواندو د WT سیالۍ وشوې

د غرني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د غزني د مرکز او یادې ولسوالۍ پر ورزشکارانو سربېره د کابل او هرات د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو فدراسیون او غزني ولایت د ورزشي آمریت تر نظر لاندې د تکواندو WT سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د کابل کلب لومړی، د جاغوري ولسوالۍ کلب دویم او د غزني ولایت د مرکز کلب درېيم مقام خپل کړ.

د یادو سیاليو په مراسمو کې د غزني ولایت ورزشي آمر حاجي بلال مجاهد او تکواندو فدراسیون مسؤلینو هم ګډون کړی و.

یاده دې وي، چې د دې سیالیو په پای کې ګډون کوونکو ورزشکارنو او روزونکو ته مډالونه او کپونه او سپورټي سامان الات هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له ۴ ولايتونو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د غزني آزادۍ کلب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۲
Background image

کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي پنځم پړاو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار له ۱۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS