غزني؛ مرکز کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو درېیم پړاو ازادې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۹
غزني؛ مرکز کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو درېیم پړاو ازادې سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له دولس ولایتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ ( ۱۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو درېیم پړاو ازادې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې د غزني ولایت ورزشکارانو د ۵۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د تخار ولایت د ښاروالۍ لوبډلې ورزشکارانو د ۱۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د بلخ ولایت ورزشکارانو د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت، د تکواندو فدراسیون نماینده ګۍ او د روشن مخابراتي شرکت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

BACK TO NEWS