غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۲۶
غزني؛ قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قره باغ زلمیانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان سره د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه په مقابل کې قره باغ اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه د قره باغ زلمیانو لوبډلې د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې. . .

BACK TO NEWS