غزني؛ ده یک ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون په استازولۍ د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یو میاشت مخکې ده یک ولسوالۍ اړوند په لویه باغچه تاسن ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په پایله کې د خراسان لوبډلې وکولای شول د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
د سیالۍ په پای کې د غزني ولایت د فوټبال فدراسیون د نمایندګۍ له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته جایزې، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.
