غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۵۶
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د استقلال انګوري او جوانان چوب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې استقلال انګوري لوبډلې د ۲ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني او د غزني ولایت یو شمېر چارواکو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، په پایله کې یې لسو لوبډلو د جاغوري ولسوالۍ د فوتبال غوره لیګ سیالیو ته لار ومونده چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي.

د یادونې وړ ده چې حفیظ عالمي د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي، محمد باقر طاهري د غوره ګول وهونکي او حسین حیدري د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

ننگرهار؛ ضياء کلب لوبډلې د امن جام ټېپ بال کرېکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سپين غر ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په چهل گزي جانباز لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د امن جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

پکتيکا کې د ۲۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت د K1 کيک بوکسينگ کلب پرانيستل شو

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د زرغون شهر ولسوالۍ په خیرکوټ بازار کې د ورزشکار علاوالدين ځواک په مالي لگښت د ۲۰۰ سوه زره افغانيو په ارزښت د "ځواک" په نوم د رزمي. . .

BACK TO NEWS