عمان هوتک او فردوس نجیبي د سوک وهنې اسیایي سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۱۷
عمان هوتک او فردوس نجیبي د سوک وهنې اسیایي سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه

د افغانستان د سوک ‌وهنې ملي فدراسیون دوو پیاوړو سوک وهونکو عمان هوتک او فردوس نجیبي د سوک وهنې اسیا جام سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پایلوبې ته ووتل.

په دغو سیالیو کې له ځوانانو څخه عمان هوتک په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې عراقي سیال، فردوس نجیبي په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې عربستاني سیال ته ماته ورکړه؛ خو عبدالله بهیر قیومي په ۴۹ کیلو ګرامه وزن کې هندي سیال ته سیالي بایلوده او له سیالیو څخه بهر شو.

همدا راز د ۲۲ کلونو کم عمره ورزشکارانو له کټګورۍ څخه مجتبی شریفي په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې د سیال د نه پیدا کېدو له امله نېغ په نېغه پایلوبې ته ووت.

دغه سیالۍ د سریلانکا په کوربتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

BACK TO NEWS