زابل کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د نیوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د نيوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د سمیع الله، معلم روزي او روزي محمد نوري کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د سميع الله کلب لومړی او معلم روزي کلب بيا دويم مقام خپل کړ.
