زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنیوونکو ترمنځ د محلي غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د دودیزو لوبو مدیریت له لوري په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنیوونکو ترمنځ د محلي غېږ نیونې سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې د شاجوی بازار او شاه حسن خېلو سیمې غېږ نیونکو ګډون کړی و، چې په پایله کې د شاجوی بازار د غېږ نیوونکو په ګټه پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه ملي، محلي او دودیزو لوبو ته وده ورکول یاد شوي دي او دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ.