د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۵:۳
د معتادينو په زر بستريز روغتون کې د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټولشموله ورزشونو آمریت له لوري د معتادينو په زر بستريز روغتون کې (روغتيا ته د بېرته راګرځېدو جام) په نوم د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي ترسره شوه.

د دغې سيالۍ په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د معتادينو زر بستريز روغتون رئيس مولوي عبدالناصر منقاد، د ورزش ادارې ارشد مشاور محمد يوسف افتخار، د ياد رياست د ټولشموله ورزشونو امر محمد عارف پيمان، د سياليو ترسره کولو امر عزیزالرحمن ملنګ، د باسکټبال ملي فدراسيون رئيس عبيدالله ارغنديوال او د دغه روغتون بستر ناروغانو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پيل کې د نوموړي روغتون رييس عبدالناصر منقاد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په ټولو دولتي او غیر دولتي ارګانونو يې غږ وکړ، چې د دې هيواد له دې مظلومو بچيانو(معتادينو) سره لا زياته همکاري وکړي او د دوی په روغتيا کې فعاله ونډه واخلي، ده همداراز په ياد روغتون کې ورته ورزشي برنامې د معتادينو د روغتيا په برخه کې ګټورې وبللې او د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست دغه کړنه يې وستايله او د ورته برنامو په ترسره کولو او زياتولو کې يې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري خبرې وکړې او د ياد روغتون له مسولينو او ګډونوالو سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره تر خپل توان پورې له دوی سره په ورزشي برخه کې همکاري کوي او همکار به پاتې کېږي.

ياده سيالي چې د ياد روغتون د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پايله کې د ياد روغتون الف لوبډلې خپلې سیالې ب لوبډلې ته د ۲-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو مراسمو په پای کې د هيواد د ورزش ادارې د مسولينو له لوري لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۵:۴۴
Background image

ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کامې ځوانانو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۵:۳۷
Background image

کندز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسوین د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې دوه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۵:۳۲
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍکې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ پای ته ورسیده

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د خزاني جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ سيالۍ د اي. . .

BACK TO NEWS